امنیت شورا د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه غونډه جوړوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه غونډه وکړي.

په عين حال کې د بښنې نړیوال سازمان ويلي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه باید پر دې تمرکز وکړي، چې د ا.ا.ا له‌خوا په افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو، ورزش او عامه ځایونو ته د لاس‌رسي په ګډون، ټول بندیزونه لرې کړل شي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا غونډه د امریکا په وخت نن د جمعې په ورځ د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان پرخپله ټویټرپاڼه د جنوبي اسیا په چارو کې د دې سازمان د سیمه‌ییزې مشرې یمین مشرا له قوله لیکلي، چې موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې له طالبانو سره پر افغان ښځو د ټولو لګول شویو محدودیتونو په اړه خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button