حکمتيار: چمتو يو د اسلامي امارت سره د امنيت په تأمين او د تعليم او تربيې په برخه كي همکاري وکړو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر “اینجینر ګلبدین حکمتیار” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې چمتو يو د اسلامي امارت سره د امنيت په تأمين او د تعليم او تربيې په برخه كي اغېزمنه همکاري وکړو.

ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې تیره ورځ په “ایمان” جومات کې د جمعې په خطبه کې کړې دي او زیاته کړې یې ده: له ځينو اورو چي وايي: كه حزب اسلامي په حكومت كي شاملېدل نه غواړي؛ د خپل ولس لپاره دي د امنيت په تأمين كي له امارت اسلامي سره مرسته وكړي؛ د نوي نسل د تعليم او تربيې په ارتباط دي تعاون وكړي؛ حزب اسلامي په دواړو برخو كي د زيات څه كولو امكانات لري؛ كافي شمېر روزل شوي مجاهدين لري چي كولى شي د امنيت په تأمين كي فعاله او اغېزمنه ونډه ولري؛

چمتو يو چي د امنيت په تأمين كي اغېزمنه مرسته وكړو؛ خپله طرح او وړانديزونه د هغوى مخي ته کېږدو.

كه إمارت اسلامي د دولتي او خصوصي تعليمي مؤسساتو د ښه فعالولو په ارتباط قاطع لو صادقانه اراده لري او د هغو استادانو او علمي كوادرو له ظرفيتونو او استعدادونو د رغنده او مثبتي استفادې هوډ لري چي اسلام او خپل وطن ته ژمن وي؛ او په تعليمي مجال كي كافي تجربه لري؛ موږ بې غرضانه او مخلصانه مرستي ته چمتو يو.

مربوطه مطالب

Back to top button