کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
له هغه وروسته چې د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ټلوالې د یمن حوثي وسله وال تورن کړل چې د سولې خبرو ته لیوالتیا نه لري یاد مقاومتي سازمان یې پر وړاندې توند غبرګون ښودلی او ویلې یې دي چې تښتیدلي ولسمشر “عبد ربه منصور هادي” او ملګرو سره یې
د سولې خبرې اترې د هیواد لپاره د سپکاوي په مانا دی.
یمن کې د حوثیانو د مقاومتي سازمان تلویزیوني شبکې سعودي عربستان تورن کړی، چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې یې د خپل ګوډاګي “منصور هادي” چې دوی یې ولسمشر بولي د بیا واک ته رسولو په موخه زرګونه یمنيان وژلي، زرګونه یې ټپیان کړي او یمن کې یې ټولې حیاتي زېربېناوې ویجاړې کړې چې اوس مهال یمني ولس د یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
یادې تلویزیونې شبکې دغه راز ګواښ کړی که سعودي یې پر خاوره بریدونه ونه دروي او منصور هادي له خپله خاورې ونه باسي نو پر وړاندې به یې د سعودي عربستان په داخل کې مهم پوځي او صنعتي اهداف په نښه کړي.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ عرب پوځي ټلوالې چې د امریکا ملاتړ هم ورسره ده په ۲۰۱۵م کال کې پر یمن یرغل وکړ، چې په پایله کې یې تر اوسه زرګونه یمنیان وژل شوي، ټپیان شوي او لکونه نور د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.