کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د قطر د بهرنیو چارو وزیر” شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني” وايي، د قطر حکومت د افغان مېرمنو د زده کړو او کار ملاتړی دی.
دغه جګپوړي قطري چارواکي ویلي، دوحه پر افغان مېرمنو دغه ډول بندیزونو ته له مذهبي یا کلتوري نظره نه شي کتلی او ټینګار یې دا دی چې هېواد یې اوسمهال له نورو مسلمانو هېوادونو سره له دې وضعیت سره د (مبارزې) په تړاو په سلامشور بوخت دی.
شیخ محمد په دې مرکه نېغ په نېغه افغان ښځو ته په خطاب کې ویلي چې قطر ورسره ولاړ دی.
نوموړی وايي، د اسلامي امارت پر وروستیو پرېکړو ناهیلی شوي دي، خو په خبرو او مذاکرې یې ټینګار کړی دی.
شیخ محمد په دې مرکه کې ویلي، هڅه یې کړې چې کندهار د اسلامي امارت مشرتابه سره اړیکه ونیسي او خبرې ورسره وکړي، خو لا تر اوسه نه دي بریالي شوي، خو له اسلامي او د سیمې له هېوادونو سره خپلې سلامشورې روانې ساتي.
د ویلو ده چې قطر د هغو هېوادونو له ډلې یو دی، چې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې یې هم یادې ډلې سره نېږدې اړېکې پالل او کله چې اسلامي امارت واک تر ګوتو کړ هم یاد هېواد ورسره خپلې اړېکې دوامداره وساتلې او کابل کې یې خپل سفارت هم فعال ساتلی دی دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” هم د ښځو د زده کړو او کار په اړه د اسلامي امارت وروستی پرېکړې ننګولې وې.

















