د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره له خصوصي سکتوره د مرستې غوښتنه وشوه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي: د سړې هوا له امله زرګونه خلک د امکاناتو له کمښت سره مخ دي او خصوصي سکتور دې په دې برخه کې مرستې وکړي. د ياد وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، دا چې د سړې هوا له امله ځينو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی او هره ورځ په دې شمېر کې زياتوالی راځي، نو د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې د يخ څپه ورځ تر بلې پياوړې کېږي او په اغېزمنو ولايتونو کې زرګونه هېوادوال د امکاناتو له کمښت سره مخ دي. سرچينه کاږي د اسلام له مبين دينه په انګېزې اخيستنې بايد په دغه اندېښمن وضيعت کې د خصوصي سکتور سوداګر د تېر په څېر اغېزمنو خلکو ته د مرستو په رسولو کې هڅې وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي: د اسلامي امارت مشرتابه د دغه وضيعت د ښه والي لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته لارښوونه کړې چې د خصوصي سکتور د مرستو جلب لپاره عمومي غوښتنه وشي، ترڅو اغېزمنو ته په وخت مرسته ورسېږي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې مرستندويان کولی شي خپلې مرستې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټاکلې کمېټې ته وسپاري.

مربوطه مطالب

Back to top button