د افغانستان بانک: د بشري مرستو په لړ کې نن او پرون ۸۰ میلیونه ډالر افغانستان ته راغلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان بانک وايي، چې د بشري مرستو په لړ کې نن او پرون ۸۰ میلیونه ډالره افغانستان ته راغلي دي.
د افغانستان بانک نن دوشنبه په خپل رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې بله کڅوړه چې ۴۰ میلیونه امریکایي ډالر دي راورسیده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
افغانستان بانک پرون يکشنبه هم هېوا ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدې بشري مرستې کڅوړې د را ورسېدلو خبر ورکړی و چې ويلي و په کابل کې یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ له يادې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي زياتوي:«د افغانستان بانک رهبري په دې باور ده چې د بانکي سکتور له لارې د مرستو رسول د خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي او په دې برخه کې د روڼتیا لامل کېږي.»



