ا. ا. د افغانستان په اړه د زرداري د مثبتو څرګندونو هرکلی او منفي یې له حقیقت څه لرې و بللې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په مونیخ کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر “بلاول بوټو زرداري” د هغو خبرو هرکلی کړی، چې سوله ییز افغانستان یې د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او غوښتنه یې کړې ده چې نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستې وکړي، کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي، بانکي محدویتونه دې لرې کړي او له افغانانو سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.

خو په اعلامیه کې د بلاول بوټو هغو څرګندونو ته هم غبرګون ښودلی چې ویلي یې و ترهګرۍ ډلې له افغانستان څخه ترهګریز فعالیتونه کوي او که نړیواله ټولنه دې مسئلې ته جدي پام ونه کړي نو د پاکستان په څېر به نه یوازې د افغانستان نږدې ګاونډیانو ته ګواښ شي، بلکې غرب ته به هم ګواښ وي ځکه افغان حکومت لا تراوسه منظم امنیتي ځواکونه نه لري.

اعلامیه کې دغه راز راغلي: د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده او پاکستان دې په نړۍوالو غونډو کې د شکایت پر ځای په دوه‌اړخیزو مسایلو کې مخامخ له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

اعلامیه کې یوځل ټینګار شوی، چې د افغانستان اسلامي امارت ټینګه اراده لري چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.

مربوطه مطالب

Back to top button