د سوریې پر پلازمېنه دمشق د اسراییلي اشغالګرو په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د سوریې پوځ وايي، نن یکشنبه سهار وختي د اسراییلو یوه توغندیز برید پلازمینه دمشق کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

چارواکو ویلي، پر “کفر سوسه” کلي بمباري شوې چې ۱۲ ولسي وګړي او یو عسکر پکې وژل شوي.

اسراییلو وړاندې له ایران او حزب الله لبناني ډلې سره د تړاو له لرلو په تور پر سوریه بریدونه کړي، خو ډېر کم وخت د بریدونو مسؤلیت مني.

د سوریې دفاع وزارت ویلي توغندي د دمشق له سوېل لوېدیځې جولان تړانګې توغول شوي. ‌دا هغه سیمه ده چې په ۱۹۸۱ اسراییلو له خپلې خاورې سره ضمیمه کړه.

بریتانیا مېشتې د سوریې د بشر حقونو د څار ادارې ویلي، د وژل شوو شمېر ۱۵ کسانو ته رسېدلی چې ولسي وګړي هم پکې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button