پاکستان: مسافر وړونکی بس چپه کېدو پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، کب ۱، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، د پاکستان په پنجاب صوبه کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي، پېښه یکشنبه د شپې په چکوال ښار کې یو مسافر وړونکی بس چپه کېدو له کبله داسې مهال رامنځته شوې چې دغه بس له اسلام اباده لاهور ته روان و.

د بس اوښتو په پایله کې له ۶۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي چې د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي.

د چارواکو په وینا، وژل شویو کې شپږ ښځې هم شاملې دي.

د سړکونو او موټرونو خراب والی، چټک تګ او همدا راز د چلوونکو بې احتیاطي د دغو پېښو ستر لاملونه بللې کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button