د پاکستان د کراچۍ له زندانه ۱۳۷ افغانان خوشې شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۱ل)
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، وایی چې د کراچۍ له زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغانان خوشې شوی دی.
سفارت د سې شنبې په ورځ د اګست په ۱۳مه اعلان کړی و چې خوشې شوي کسان به د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
ډا په داسې حال کې ده ، چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت حکومت د کراچۍ له زندانونو د ۱۷۰ افغان بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی و.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت وخت ناوخت هغه کډوال چې هغه هېواد کې قانوني اسناد نه لري نيسي او ترڅنګ يې ځينې وخت اسناد لرونکو افغانانو په نيولو هم پوليس تورنيږي چې ويل کېږي بيا د پيسو په مقابل کې بيرته خوشې کېږي.


