چین پاکستان ته د ۱٫۳ مېلیارډ ډالرو پور ورکوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۱ل)
پاکستانۍ رسنیو د پاکستان د مالیې وزیر په حواله لیکلي، د چین پور به په درې پړاوونو کې اسلاماباد ته ورسېږي او د پنځه سوه مېلیونه ډالرو لومړۍ کڅوړه یې وار له مخه د دغه هېواد دولتي بانک ته سپارل شوې ده.
په وروستیو میاشتو کې پاکستان له اقتصادي رکود سره مخامخ دی. اوسمهال دغه هېواد له ۳۱ سلنه ډېر اقتصادي تورم سره مخ دی او دې مسلې د یاد هېواد وګړي له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.
په ورته مهال پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر هم پاکستان سره د نغدي مرستې کولو هوډ څرګند کړی دی.
د کار پوهانو په اند که پاکستان سره دوست هېوادونه مرستې وکړي نو د پاکستاني کرنسۍ ارزښت به ورسره لوړ شي چې له امله به یې یاد هېواد کې د خوراکي توکو په ګډون د اړتیا وړ نورو توکو نرخونه هم کنترول شي.



