پاکستان چاودنه؛ د تحریک انصاف ګوند د یو مهم غړي په ګډون ګڼ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، د وري لومړۍ، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د یو مهم غړي “عاطف منصف خان” پر موټر د بمي برید په پایله کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د پخواني لومړي وزیر په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په یو مهم غړي او پخواني ایالتي وزیر عاطف منصف خان پر موټر بمي برید شوی دی.

په برید کې د عاطف منصف خان په ګډون ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

پولیس وایي چې ښایي پېښه د پخوانۍ دښمنۍ له مخې شوي وي.

د تحریک انصاف ګوند ګڼو سیاستوالو د دغه برید په اړه سخت غبرګونونه ښودلي او د پېښې د روښانه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

Related Articles

Back to top button