خیبرپښتونخوا- ايبټ آباد: وسله وال برید کې د ناظم په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، د وري لومړۍ، ۱۴۰۲ل)

 د پاکستان خېبر پښتونخوا په ایبټ اباد کې سيمه کې په يوه وسله وال برید کې د يوه ناظم په ګډون لس تنه وژل شوي دي.

دا بريد ايبټ اباد په حويلیا سيمه کې د تحريک انصاف ګوند په ناظم عاطف منصف د موټرو پر کاروان شوی دی.

پاکستاني رسنيو ته د ایبټ اباد د پولیسو يوه مشر عمر طفیل ويلي، چې ناظم موټریز کاروان د تيرېدو په حال کې و چې تر بريد لاندې راغلی.

عمر طفیل دې پېښه کې د تحصیل ناظم په ګډون د لسو کسانو وژل کیدل تایید کړي دي.

د پولیسو مشر دا پېښه د شخصي دښمنۍ پر اساس بللې او ویلي یې دي چې پولیس پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو په هڅه کې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button