د مالیې وزارت مخکنی وزير د افغانستان بانک د سرپرست په توګه وټاکل شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د وري ۲، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې، د مالیې وزارت مخکنی سرپرست ملا هدایت الله بدري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه وټاکل شو.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې د مالیې پخوانی سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه وټاکل شو.
تر اوسه د ماليې وزارت لپاره د نوي بل سرپرست په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.



