شمالي کوریا له خپل ختیځ ساحله څلور کروز توغندي توغولي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د وري ۳، ۱۴۰۲ل)

د جنوبي کوریا پوځ اعلان کړی، چې شمالي کوریا د خپلو سیالانو د پوځي تمریناتو په ځواب کې خپل ختیځ ساحل ته څلور کروز توغندي توغولي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د سویلي کوریا د دفاع وزیر لی جونګ سوپ د پنجشنبې په ورځ د مارچ په 23 نیټه د دې هیواد پارلمان ته وویل چې دا توغندي د چهار شنبې په ورځ د سهار په 10:15 دقیقو کې د جنوبي هامګیانګ سیمې څخه توغول شوي دي.

د سویلي کوریا د دفاع وزیر وویل، داسې ښکاري چې شمالي کوریا د خپلو اټومي وسلو د کمولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی چې د تاکتیکي لارښود وسلو سیسټمونه سمبال کړي.

ویل کیږي چې د شمالي کوریا لخوا د نویو توغندیو له ازمویلو وروسته د سویلي کوریا پوځ په لوړ خبرتیا کې دی، سويلي کوريا او واشنګټن د ازمایښتونو څیړنه کوي.

د جنوبي کوریا یونهاپ خبري اژانس ویلي، چې د چهارشنبښ ورځ په توغندیو کې ممکن یو ستراتیژیک کروز توغندی شامل وي چې د احتمالي اټومي سرګلولو وړتیا لري، کوم چې شمالي کوریا لس ورځې دمخه له اوبتل څخه ازموینه وکړه.

د شمالي کوریا کروز توغندي په داسې حال کې توغول شوي چې امریکا او جنوبي کوریا په ګډو پوځي تمرینونو بوخت دي.

مربوطه مطالب

Back to top button