کابل ټکی کام (شنبه ۱۲ وری، ۱۴۰۲ل)
د امريکا دفاع وزير لويد اسټن يو ځل بيا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو له څرنګوالي دفاع وکړه او ويې ويل: پښېمانه نه دي، چې له افغانستانه وتلي دي.اسټن د امريکا د استازو جرګې په استماعيه غونډه کې د جمهوري خواهانو د دغه پوښتنې په ځواب کې، چې ايا له افغانستانه د ځواکونو په ايستلو پښېمانه دي که نه و ويل : (( زه د ولسمشر له دغه پرېکړې ملاتړ کوم.))که څه هم جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نيوکې وکړې او دا يې له شرمه ډکه، خونړۍ او مرګوني شاتګ وباله خو اسټن ټينګار وکړی، چې په داسې شرايطو کې يې ۱۲۴ زره کسان له هوايي ډګره وايستل.د يادونې ده، چې د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېتې هم له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه پلټنې پيل کړې او د امريکا دغه کار يې يو تاريخي شرم بللی دی.















