په هند کې د چت نړېدو له امله ۳۵ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۲ل)

د هندوستان په يوه معبد کې د څاه چت لوېدو له امله ۳۵ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي. روېټرز خبري اژانس وړمه ورځ خبر خپور کړی، چې د هندوستان د انډور ښار د يوه معبد په داخل کې د څاه چت لوېدو پېښه کې ۳۵ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي. سرچينې د ځايي مسئولينو له قوله ليکلي، چې دغه پېښه په معبد کې د ګڼې ګوڼې له امله رامنځته شوې ده. د سرچينې په وينا د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي د يادې پېښې له قربانيانو سره د مرستې ژمنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button