د امريکا په اتو ایالتونو کې يوځل بیا شديد طوفان ۲۱ کسان مړه او ګڼ مالي زیانونه اړولي

کابل ټکی کام (يکشنبه ۱۳ وری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، يو ځل بيا د امریکا په ایالتونو کې شدید طوفان راغلی چې ۲۱ تنه يې مړه کړي او ګڼ شمېر کورونو او تجارتي مرکزونو ته یې زیانونه اړولي دي.
دا طوفان د تېرې جمعې په ورځ په الاباما، ارکنساس، الینوای، انډیانا، مسیسیپي او ټینیسي ایالتونو کې راغلی چې د ګڼ شمېر کسان يې ټپيان کړي هم دي.
د مړو شويو کسانو له ډلې ۷ تنه په ټینیسي کې مړه شوي، ۵ تنه په ارکنساس کې مړه شوي، ۳ تنه په انډیانا کې او ۴ په الینوای کې مړه شوي دي. په الاباما او مسیسیپي کې هم خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مارچ پر ۲۶مه هم د امریکا په جنوبي برخو کې شديد طوفان او بړبوکۍ راغلې وېې چې په ترڅ کې په میسیسیپي ایالت کې یې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي او په لسګونو ودانۍ یې نړولې وې.



