مجاهد : د افغانستان خاوره هېچا ته ګواښ نه ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د روسيې د ډلهييز امنيت تړون غړو هېوادونو هغه ادعاوې ردوي،چې ګواکي له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ د نفوذ غځېدل د اندېښنې وړ دي.
ښاغلي مجاهد د يکشبنې په ورځ رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې ويلي ،چې دوی په ځلونه نړۍ ته يادونه کړې چې اوس په افغانستان کې کومه امنيتي ستونزه نشته او امنيت تامين دی.هغه ټينګار کړی، چې ګاونډي او د سيمې هېوادونه بايد هېڅ ډول اندېښنه ونه کړي ،چې ګواکي د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد وکارول شي. (( اسلامي امارت د افغانستان پر خاوره بشپړ کنټرول لري او د دغه کنټرول په پايله کې امنيت تامين او ثبات راغلي، داسې اندېښنې چې کوم هېوادونه لري، بې ځايه دي او په افغانستان کې داسې کومه ډله نشته ،چې هغه خپلسري وي. افغانستان به هېڅکله د دې اجازه ورنه کړي ،چې خاوره يې د بل هېواد پر ضد وکارول شي.)) سياسي شنونکي هم د روسيې دا ډل څرګندونې بې بنسټه بولي او زياتوي، چې د روسيې او د سيمې د ځينو نورو هېوادونو وېره يوازې له ترهګرو ډلو ده چې ښايي د دوی پر ضد به ورکارول شي، خو اسلامي امارت ويلي، چې په افغانستان کې هېڅ کومه ترهګره ډله فعاليت نه لري.د سياسي چارو شنونکي عاطف مختار پر دې باور دي، چې د افغانستان خاروه د نړۍ لپاره ګواښ نه ده او دا ډول څرګندونې بې بنسټه دي. ((افغانستان په متوازن سياست باندې باور لري او خاوره يې هېڅ هېواد ته ګواښ نه ده. د روسيې په چارو کې مداخله نه کوي. اوسنۍ جغرافيا نه د روسيې او نه هم د امريکا لپاره ګواښ ده.)) روسيه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اسلامي امارت په وار وار ويلي ،چې اوس په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او هېچا ته به دا اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.



