متقي: اسلامي امارت په خپلو پرېکړو کې خپلواک دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۲)
د بهرنيو چارو سرپرست وزير ملا اميرخان متقي وايي: په هېواد کې په خپلواک ډول پرېکړې کېږي او اسلامي امارت د هېچا تر تاثير لاندې نه دی.نوموړي له عربي ((درر)) ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي: پر ټول افغانستان د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د سيمې له هېوادونو سره اړيکې له سره رغول شوي او ګاونډيو او يو شمېر نورو هېوادونو ته د بهرنيو چارو وزارت تازه ديپلوماتان لېږل شوي دي.ښاغلي متقي زياته کړې: اوس مهال توانېدلي چې د تېر په پرتله صادرات زيات کړي او هېواد د ځان بسيايني پر لوري بوځي.اميرخان متقي دغه راز ويلي، په يو نيم کال کې يې د بهرنيو چارو وزارت داسې اساس جوړ کړی، چې د افغانستان او اسلام د ګټو لپاره به کار کوي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي ،چې اوس مهال د يو شمېر هېوادونو له لوري د افغانستان سفارتونه اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.



