مجاهد: په تېرو سلو کلونو کې زموږ د نظام په څېر مشروع اسلامي نظام نه و

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۲ل)

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په تېرو سلو کلونو کې زموږ د نظام په شان مشروع اسلامي نظام نه دی راغلی.
دغه څرګندونې مجاهد څو ورځې وړاندې کړي او ويلي يې دي: ((مشروعيت دې ته نه وايي، چې امريکا مو په رسميت وپېژني که نه او يا راباندې خپلې غوښتنې ومني او په وينا يې، اوسنی نظام د خلکو په خوښه راغلی چې په بشپړ ډول اسلامي دی، همدې ته مشروعيت وايي.))
دغو خبرو ته په ټولنيزو رسنيو کې مثبتې څرګندونې شوي او زياتو کسانو ويلي، د نوي نظام په راتګ سره ډېر لنډ غر، غله، لوچک او لوفر ورک شوي دي. معلومه خبره ده چې داسې نظام تر اوسه په افغانستان کې نه دی راغلی.
فهيم الله سيدي وايي: (( زه د يو عام وګړي په توګه اوسنی حکومت مشروع بولم.سمه ده پر ځېنو کړنو يې نېوکه کېدای شي او په ځېنو کړنو يې نېوکه نه کېږي، ښوونځي او پوهنتونونه دې د نجونو په مخ پرانېزي او ښځو ته دې د کار اجازه ورکړي، هغه چوکاټ، چې دوی يې ورته برابروي.نور نظام سم روان دی او د ولس اراده پکې تمثيل کېږي.))
سيال هوډمن وايي: (( په حقيقت کې داسې نظام کله هم نه دی راغلی، غله، زورواکان، ټوپکيان او لنډ غر پکې له مخې ورک شول، ځکه دا ټول د دې نظام برکت دی.د هرې کړنې لپاره يې اسلامي قانون جوړ کړی.))
قاري عمران وايي: (( د مجاهد صاحب څرګندونې ما واورېدې، واقعاً ښې خبرې يې کړي، شکر الحمدلله د دې نظام په شان اسلامي نظام نه راغلي او نه به راشي. په تمامه مانا اسلامي او شرعي نظام دی.د نورو له خوا تحميل شوی نظام نه دی، زموږ د دې نظام کړنې اسلامي او د شريعت په چوکاټ کې دي.اسلامي پوځ اردو او اسلامي قوانين لرو، په ټوله مانا يې ملاتړ بايد وکړو او له خپل حکومته په کلکه دفاع وکړو او چاته اجازه بايد ورنکړو چې زموږ پر سرنوشت خبرې وکړي.))
د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول افغانستان کې امن راغلی، هېڅ ګاونډي هېواد ته د خطر ګواښ نشته او د اسلامي امارت د اميرالمؤمنين شېخ هبت الله حفظه الله له خوا ټولو هغو کسانو ته عمومي عفوه وشوه، چې په تېر نظام کې يې دندې ترسره کولې او اوس هم په ډاډه او ارام زړه خپلې چارې مخته وړي.

مربوطه مطالب

Back to top button