د متحده عربي اماراتو د مخ پټي ځوان د مرستې وېشلو د طريقې ډېره ستاينه شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۱ل)
د متحده عربي اماراتو يو ځوان (غيث) چې تر يو ميليون ډالرو څخه ډېره مرسته د روژې په مبارکه مياشت کې وېشي.
غيث تر اوسه د کمرو پر وړاندې خپل مخ نه دی ښودلی او نه يې څوک پېژني د ( قلبې اطمأن) په نوم ( زما زړه ارام شه) په نوم پروګرام چلوي او ليدونکي اړ کېږي، چې دغه خپرونه تر پايه وګوري، چې په مرستې ور کولو را څرخي.
دغه پرګرام د شېخ محمد بن راشد المکتوم په نوښت د اماراتو سره صليب او د شارجه خيريه موسسې په همکارۍ منځته راغلی.
غيث هڅه کوي د نويو خلکو سره ليدنه وکړي او د بې وزلۍ، اړتيا او کړاو په اړه د دوی کيسې واوري.
د سيد وليد په نوم ځوان وايي: (( د الله ج بنده ګي همداسې خوند کوي، چې الله ج مال درکړي وي او د خدای ج په محتاجو بنده ګانو يې بې کبره او بې ريا وېشې.))
ځېنې کسان بيا پر افغاني خيريه بنسټونو نېوکه کوي او وايي: دا سمه ده چې په سختو حالاتو کې د غرېبو او ناچاره خلکو لاسنېوي کوي؛ خو د سلو روپو صدقه باندې ټوله نړۍ خبره کړي او مرسته کوونکي د کمرې مخته اکټونه کوي، چې دا هېڅ ښه کار نه دي. که مرسته کوونکي مرسته کوي داسې مرسته بايد وکړي، چې يو لاس پر بل خبر نه شي.
عبدالله رښتين وايي: (( دغه ځوان چې غيث نومېږي زه تعقېبوم، ډېر ښه انسان دی او ښه روان دی، په سوريه، عراق فلسطين مصر او نورو سيمو کې ډېرې مرستې کوي د ناچاره او اړمنو خلکو سره.))
رحمت الله احمدي وايي: ((په تمامه مانا ښه روان دي، خاکساري او په نوم مسلمان يا غيرې مسلمان ته په انساني ارزښت قايل دي، زه يې کړنو ته سلام کوم.))
دا څو ورځې کېږي ،چې په ټولنيزو رسنيو کې د دغه ځوان ستاينه کېږي، چې د غرېبو او ناچاره خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره يې داسې يوه خپرونه شروع کړې، چې دا خپل مخ د کمرې پر وړاندې نه ښايي او پر اړمنو، ناچاره او غرېبو خلکو مرسته وېشي.
بايد وويل شي، چې نوموړي ځوان په فېسبوک، يوټيوب، انسټاګرام او ټيک ټاک کې خپل پروګرامونه مخته وړي، چې ډېري ليدونکي او مينه وال يې ستايي.



