ملي دفاع وزارت:دوه باله هلیکوپتر ترمیم او د ازموینې الوتنې یې بریالۍ تر سره کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۲ل)

‏د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هوایي ځواک له لوري دوه باله هلیکوپتر ترمیم شوې او بريالۍ آزموينې يې ترسره کړې.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د دغه وزارت اړوندهوایي ځواک د تخنیکي ټیم د مسلکي انجینرانو د دوامداره هڅو په پایله کې دوه باله هلیکوپتر یوه ( Mi-17روسي او بلهUH60بلک هاک امریکایي)هلیکوپتر ترمیم او د ازموینې الوتنه یې په بریاليتوب سره تر سره کړه.

‏د هوایي قواو قوماندان مولوي عبدالغفار “محمدي” د تخنیکي ټیم انجینرانو هڅې وستایلې زياتوي دا اوومه بلک هاک چورلکه ده چې د انجينرانو له خوا ترميم او ګټې اخیستنې ته آماده شوه.

نوموړی زياتوي، د دوی انجينرۍ ټيم هڅی کوي چې په راتلونکې کې به هم نورې خرابې الوتکې جوړې او ترمیم کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button