شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د افغانستان په اړه د تېرې ادارې د تښتېدلو منفورو څېرو مغرضانه هڅې!!!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
17
ځلې شریک شوی
212
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

احمد راشد
د اتريش په پلازمېنه ويانا کې د تېرې ادارې يو شمېر تښتېدلې سياسي څېرې د غربي هېوادونو د استخباراتي کړيو په لمسون او ورته د مالي امکاناتو په برابرولو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه بېلا بېلې غونډې جوړوي او د دوی پر ژبه د افغانانو راتلونکې ورته مهمه ده!!! په داسې حال کې چې دغه کړنې او مغرضانه هڅې د لوېديځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امريکا د استخباراتي کړیو شوم اهداف دي، چې افغانستان يوې بلې نوې جګړې ته بيا ور ټېل وهي.
که څه هم تښتېدلي سياستوال د خلکو په منځ کې ځای نه لري، خو د يو شمېر خلکو د پوهاوي له کمښته کار اخلي او د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره قومي او نژادي مسائلو ته لمن وهي او وخت ناوخت له هېواده بهر د افغانستان په اړه غونډې جوړوي او د خپلو شخصي موخو او مزو چړچو په پلمه د افغانستان د راتلونکي په اړه نارې سورې وهي، چې دغه مغرضانه هڅې هېڅکله د افغانانو په ګټه نه دي. په همدې حال کې د افغانستان د آزادۍ لپاره د مقاومت د پراخولو او له اوسني کړکېچه د وتلو د پلان په هدف د اتريش په پلازمېنه ويانا کې د يو شمېر افغان سياستوالو دوهمه غونډه جوړه شوې او په اصطلاح د افغانستان او افغانانو د راتلونکې په اړه تصميم نيسي!!!
په تېرو شلو کلونو کې د تېر نظام ټولو سياستوالو افغانانو ته له هره پلوه امتحان ورکړی او د ټولو سياسيونو څېرې له لمره ورته روښانه ښکاري، خو زه ډاډ ورکوم چې د ټولنې هر وګړی به نور هېڅکله د دوی پر کاذبو او مغرضو پلانونو او دسيسو و نه غولېږي او نه به هم پر دوی باور وکړای شي، ځکه په تېر شل کلن اشغال کې د هېڅ افغان درد پرې دوا نه شو او نه يې هم د افغانستان راتلونکي او خلکو ته کومه ځانګړې پاملرنه درلوده.
دغه راز د پراخ ‌بنسټه حکومت جوړول، او ښځو ته د کار او زده کړو حق ورکول،بله هغه پلمه ده، چې د اسلامي امارت په وړاندې کارول کېږی، خو اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره مثبتې اړيکې غواړي او څو ځلې يې له نړيوالو غوښتنه کړې،چې د دوی حکومت په رسميت وپېژني او مثبت تعامل ورسره وکړي،کله وايي چې ګواکې داعش له افغانستانه د امريکا او د هغې د متحدينو په وړاندې د ترهګريزو بريدونو پلان لري، چې دغه ډول پلمې او تورونه په ښکاره توګه د اسلامي امارت پر ضد د امريکا د ((پرله پسې تبليغاتي کمپاين)) يوه برخه ده.
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ويلي، د امريکا متحد ايالتونه به تر هغو له اسلامي امارت سره اړيکې عادي نه کړي چې د ټولو افغانانو په تېره بيا د ښځو حقونه يې رعايت کړي نه وي، خو اسلامي امارت له بل هر وخته ډېر د افغاني ښځو حقونه مراعات کړي او د اسلامي نظام تر چتر لاندې يې د ټولو وګړو په ځانګړې توګه دښځو عزت او آبرو خوندي کړې ده.

که چېرې موږ د غربيانو څرګندونو ته پاملرنه وکړو، د اسلامي امارت په رسميت پېژندل، د نجونو د ښوونځيو په تړلو پوری اړوند بولي او وايي که چېرې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص نه شي، نو دوی به اسلامي امارت په رسميت ونه پېژني، خو زما په فکر د نجونو ښوونځي پرانیستل يوازنی شرط نه دی؛ بلکې نړۍ له يوې ټولګې سره غواړي له اسلامي امارت سره تعامل ته د ننه شي،چې په کې دټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو حقونو ته درناوی او بشري حقونه شامل دي،خو افغانانو په تېره شل کلنه دوره کې د ټولشموله حکومت خوند او مزه هم وڅکله او ټول ورته په ثبوت ورسېدل، چې دوی د خپلې خاورې او ملت په وړاندې څومره رښتيني خدمتګاران وو او د افغانانو د زړونو د درد مرهم شول!؟
ټولو ته مالومه ده چې غربي نړۍ پرليبراله ډيموکراسۍ باور لري او خپلې ټولې اړيکې له همدې لارې مخته وړي، خو اسلامي امارت بيا خپل ارزښتونه لري او پر ليبرالې ډيموکراسۍ باور نه لري، هر هغه څه، چې د اسلامي اصولو خلاف وي اسلامي امارت ته د منلو وړ نه دي او نه به پرې مذاکرات وشي، تېرو ترخو تجربو ثابته کړه، چې صليبي لښکرو، ديموکراتانو او مغرضو سياسيونو له مظلومو افغانانو سره څه وکړل؟ افغانانو ته يې په تېر شل کلن اشغال کې څه ګټه ورسوله ؛ پرته له دې، چې د يو او بل وينې يې وبهولې او زموږ کور، کلی ، اولاد، ژوند، وطن، دنيا او آخرت يې راته برباد کړل.
افغانستان اوس د نړۍ د دوو لويو قطبونو ترمنځ ولاړ او له ډېر حساس پړاوه تېريږي ، که اسلامي امارت له لوېديځې نړۍ سره پر هغو مسايلو تعامل وکړي، چې هر ځای کې پرې غونډې او بحثونه کېږي، نو په سيمه کې له ستونزو سره مخ کېږي، ممکن دغه هېوادونه ځينې ګامونه پورته کړي، لکه په پوځي، سياسي او يا هم اقتصادي برخو کې، خو که د سيمې هېوادونو ته ځان نږدې کوي، بيا د امريکا له لوري سخت فشار دی او په يوه او بله پلمه پرې بنديزونه لګوي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت له تېر يو کال را په دې خوا يو لړ لاسته راوړنې درلودلې او د حکومت په وړاندې شته ننګونې به هم د وخت په تېرېدو سره له منځه لاړې شي، موږ وينو چې د سيمې هيوادونه په دې ته لېوال دي، چې د افغانستان تر څنګ ودرېږي او پر زېربنايي پروژو يې پانګونه وکړي.
اسلامي امارت دې په هېواد کې د اقتصادي او ټولنيزو زېربناوو د ښه والي لپاره نورې هم هڅې ګړندۍکړي، د غربي هېوادونو د شومو پلانونو د مخنيوي لپاره دې جديت وښيي او مفرضو سياستوالو ته دې اجازه نه ورکوي، چې نور د جنګ څپلي او کړېدلي افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي او د تېر په شان دې تپل شويو جګړو ته لمن نه وهي، ځکه اوس لله الحمد اسلامي امارت په افغانستان کې له يو ځل بيا واکمنېدو وروسته د ټول هېواد امنيت تامين کړی او د امنيتي ضد عواملو او عناصرو د له منځه وړلو هڅې يې ګړندۍ پيل کړې دي او هېڅکله به چاته د دې مجال ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د ګاونډيو هېوادونو، سيمې او نړۍ امنيت ته ګواښ پېښ کړي.
لنډه دا چې دا ډول غونډې د افغانستان په ګټه نه دي او هغه کسان، چې دا ډول غونډې له افغانستانه بهر جوړوي په هېواد کې د ننه هم ولسي ملاتړ او ځای نه‌ لري او د تېرې ادارې سياسي څېرې بايد د اوسني اسلامي او شرعي نظام د تخريب او ړنګولو په لټه کې و نه اوسي. هېواد دې په جګړه کې نه ښکېلوي؛ ځکه اسلامي امارت هېچا ته د دې اجازه نه‌ ورکوي، چې جنګ ځپلی هېواد يې د تېر په شان کورنيو جګړو ته ور ټېل وهي. غربي نړۍ استخباراتي کړۍ او دهغوی اجنټان دې پر دې ښه سر خلاص کړي، چې افغانان نور له تپل شوې جګړې سخت ستومانه دي او نور د دوی له خوا په يوه او بله بهانه نه دوکه کېږي؛چې خپل ګران ټاتوبی يې د همدغو مغرضانه کړيو د مکارو دسيسو ښکار شي او ټول هېوادوال په يو غږ هغه کسان غندي، چې د افغانستان بدي غواړي او د افغانانو په وړاندې پر شومو نيتونو يو او بل ځای راټولېږي او غونډې جوړوي.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

لوی ټکي: غونډهکړۍمغرضېویانا
مخکینې مطلب

بهرنيو چارو وزارت: سوډان کې بند پاتې افغانانو لومړنۍ جوپه وایستل شوه

بل مطلب

له افغانستان څخه د داعش د ګواښ په اړه د امریکا اندېښنې او ځمکني حقايق..!

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com