واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه، له اوږدې او بدمرغه جګړې څخه راووت، خلکو سره د نا امنيو او بدمرغيو د پای ته رسېدو هيلې پيدا شوې او افغان ملت د نوي ژوند سا واخيسته.
ډېر وخت نه کيږي چې په افغانستان کې جګړه ختمه شوې ده، خو بيا هم په کمو امکاناتو او د نړۍ پر اقتصادي او سياسي فشارونو سربيره اسلامي امارت د پرمختګ پر لور چټک مزل کړی دی.
که څه هم د افغانستان امنيت او ثبات د سيمې او نړۍ د پرمختګ او ثبات لپاره ډېر مهم دی، خو د نړۍ او سيمې ځينې هيوادونه او استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې افغانستان منزوي وساتي، نړۍ ته يې ناسمه انځورګري وکړي او له دې لارې خپلو شومو اهدافو نه ورسيږي.
د دغو هڅو په دوام وړمه ورځ مشهورې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پست د پنټاګون د يو افشا شوي جعلي سند له مخې ليکلي وو، چې افغانستان يو ځل بيا د هغو ډلو ټپلو په پټنځي بدل شوی، چې د امريکا او متحدينو پر اهدافو او ګټو د بریدونو پلانونه لري.
دغه جعلي سند ښکاره کوي، چې په افغانستان کې داعش ډله ځواکمنه شوې او له دغه ځايه پر بهرنيو سفارتونو، کليساوو او سترو نړېوالو لوبغالو د بريدونو پلانونه لري.
د افغانستان د اسلامي امارت وياند په خپل غبرګون کې دغه سند جعلي بللی او دا کار يې د افغانستان پر ضد د امريکا د پرلپسې تبليغاتي کمپاين برخه ياد کړی دی. نوموړي يو ځل بيا د اسلامي امارت پاليسي ياده کړې چې هېچا ته د نورو په وړاندې د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.
جالبه دا ده، چې اوس تقريباً ټول په دې پوهيږي او قناعت هم لري، چې د اسلامي امارت له راتلو وروسته داعش ډله سخته ځپل شوې و هېڅ ځای د سر پورته کولو ته نه پریښودل کیږي؛ خو امريکا يې ځواکمنه ګڼي؟!
څه موده وړاندې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ «سنټګام» عمومي قوماندان مايکل کوريلا په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګياليو د شمېر په اړه ويلي و، چې شاوخوا ۲ زره تنو ته رسيږي او ويره يې څرګنده کړې وه، چې ښايي په راتلونکو شپږو مياشتو کې دغه ډله له افغانستان څخه بهر د امريکا او متحدينو پر ضد بريدونه وکړي.
د شنونکو په باور دا يوازې د امريکا له لوري خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره داعش ته رسنيز کمپاين دی، هغوی غواړي له دې لارې داعش افغانانو او د سيمې هيوادونو ته د يو جدي ګواښ په توګه معرفي کړي او دغه راز د اسلامي امارت او سيمه ييزو هيوادونو ترمنځ ستونزې راولاړې کړي.
د امريکايي چارواکو او رسنيو له خوا د افغانستان په هکله دغه ډول ګنګوسې او اندېښنې هيڅ د توجيه وړ نه دي، ځمکني حقايق دا دي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره په افغانستان کې بشپړ امنيت ټينګ شوی او داعش ډله سخته ځپل شوې ده، دغه خبره د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو پخواني استازي زلمي خليلزاد هم کړې او په ډېر صراحت سره يې ويلي، چې په افغانستان کې د پخوا په پرتله د داعش ډلې ځواک او فعاليت کم شوی دی.