کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ ثور، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزراء ملا محمد حسن آخند سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د رياست الوزراء د کفيل په توګه ټاکل شوی دی.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پرون په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د اسلامي امارت رئيس الوزراء ملا محمد حسن آخند د درملنې او استراحت په موخه د لنډ وخت لپاره په کندهار کې دی او د کارونو د ځنډ او خنډ د مخنيوي په موخه د رئيس الوزراء
سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د رياست الوزراء د کفيل په توګه کارونه پرمخ وړي.
مجاهد زياته کړې، چې دا کار په حکومتولۍ کې يوه عادي چاره ده، څوک دې په دې اړه د تشويش اچونې او تبليغاتو هڅه نه کوي او نه دې هم هېوادوال کومه اندېښنه لري.


















