د هند په سمندر کې د چین د کبنيونې يوه کښتۍ له ۳۹ تنو سره ډوبه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ ثور، ۱۴۰۲ل)
د چين دولتي تلويزيون ویلي دي چې د دې هېواد د کبنيونې يوه کښتۍ له ۳۹ تنو سره د د هند په سمندر کې ډوبه شوي.
د چين دولتي تلويزيون نن چهارشنبه د مې ۱۷مه ویلي دي چې د دې هېواد د کبنيونې يوه کښتۍ د ۳۹ تنو سره د د هند په سمندر کې ډوبه شوې او تراوسه د ژغورنې بهیر روان دی.
د چین دولتي ټلویزیون (CCTV) خبر ورکړی چې د دې هېواد د کبنيونې يوه کښتۍ د ۳۹ تنو سره چې پکې ۱۷تنه د چین،۱۷تنه د اندونیزیا او پنځه تنه د فلیپین کبنیونکي شامل وو.
د چین دولتي تلویزیون ویلي دي چې په کښتۍ کې سپاره کسان ټول ورک دي او پلټنه روانه ده له دې سره د دې هېواد ولسمشر «شيجین پینګ» هم ویلي چې د ورک شویو کسانو موندلو لپاره کوښښ وکړي.
دا کښتۍ د «پینګلای جینګلو» په نوم د کبنیونې یو شرکت پورې اړه درلوده.
له پېښې وروسته اسټرالیا د چين د ژغورنې ټیم سره د مرستې لپاره دوه بېړۍ استولي دي.
د یادولو ده چې په تېرو دوو لسيزو کې چين د نړۍ په کچه د کبنیونې تر ټولو سترې بېړۍ جوړې کړي.



