د چین ولسمشر د فلسطين مسئلې د حل لپاره نوي وړاندیزونه کړي

 کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ جوزا، ۱۴۰۲ل)

د چين ولسمشر شي جين پينګ د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره لیدلي دي. نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې د فلسطين مسئلې له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې د فلسطين خلکو ته سخت زيانونه رسولي او د فلسطين لپاره بايد ژر تر ژره عدالت رامنځته شي. شي جين پينګ د فلسطين مسئلې د حل لپاره ۳ فقره ييز وړانديز وکړ. ده ویلي، د فلسطين مسئلې د حل لپاره بايد د ۱۹۶۷م کال د سرحدي کرښې پر بنسټ او د ختيځ بيت المقدس په پلازمېنې کې د فلسطين هېواد جوړ شي، چې دغه هېواد پوره ملي حاکميت ولري او خپلواک وي. دغه راز د اقتصاد او د خلکو د ژوند په برخو کې بايد د فلسطين اړتياوې تامين شي. نړيواله ټولنه بايد د پرمختګ او بشر دوستۍ په چارو کې له فلسطين سره مرستې زياتې کړي.  شي جین پینګ ویلي، نړيواله ټولنه بايد د خبرو اترو پر مناسب لوري ټينګار وکړي. نړيواله ټولنه بايد د بيت المقدس تاريخ او اوسني وضعيت ته درناوی وکړي، له ناوړه، مخربو او تحريک کوونکو خبرو او کړنو څخه دې ډډه وکړي، لا لويې، واکمنې او اغېزناکې نړيوالې غونډې دې جوړې کړي او د سوله ييزو خبرو اترو لپاره دې زمينه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button