خلیفه سراج الدین حقاني: حکومت په ټول توان د هيواد د ودانولو هڅې کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني شمالي ولايتونو ته د خپل سفر په لړ کې دسمنګانو ولايت ته رسېدلی.په هغې غونډه کې، چې له همدې کبله د سمنګانو ولايت دمقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د دغه ولايت چارواکو، سپين ږيرو، قومي مشرانو، د پوهنتون او ښوونځيو استادانو او ديني عالمانو پکې ګډون کړی و.د سمنګانو ولايت قومي مشرانو په دغې کتنه کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست تر څنګ خپلې، ستونزې او وړانديزونه له نوموړي سره شريک کړل.يادو قومي مشرانو همدارنګه په دې ولايت کې د نيمګړو پروژو د چارو د بشپړېدو غوښتنه هم وکړه.په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست په دغې غونډه کې وويل ،چې حکومت په ټول توان د خپلو خلکو د هوساينې اود هېواد د ودانولو لپاره کار کوي.حقاني زياته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې له ټولو امکاناتو سره بيا هم په رغنيزه برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی، خو اسلامي امارت له ټولو ستونزو سره سره هڅه کوي، چې پراختيايي پروژې پلې کړي.نوموړي په ځانګړې توګه د افغانيو د نرخ ثابت پاتې کېدلو او د خوراکي توکو د بيو بېرته ټيټېدو ته اشاره وکړه.د يادونې وړ ده، چې د کورنيو چارو وزارت سرپرست له دې وړاندې د بدخشان او تخار ولايتونو ته هم سفرونه کړي وو.



