د قطر د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی: سيمه او نړۍ بايد له افغانستان سره رغنده تعامل ته را وړاندې شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۲ل)
د قطر دولت د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي دکتور مطلق القحطاني د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي امير خان متقي سره وکتل.د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په دې کتنه کې په بېلابېلو سياسي، اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو خبرې وشوې.حافظ ضياء احمد زياته کړې، چې دکتور مطلق القحطاني د افغانستان شته وضعيت د ډاډ وړ وباله او ويې ويل، چې سيمه او نړۍ بايد له افغانستان سره رغنده تعامل ته را وړاندې شي او شته فرصتونه ضايع نه کړي.د نوموړي په وينا د کتنې په پای کې دواړو لوريو د افغانستان په اړه د هر اړخيزو همکاريو تداوم او پراختيا اړينه وبلله.



