کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۲ل)
تازه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوترېش پرخپله ټويټرپاڼه ليکلي، مېرمنې هر ځای د خوندي او باعزته ژوند حق لري .ده زياته کړې: (( ښځې او نجونې په هر ځای کې د عزت او وقار سره د ژوند کولو مستحقې دي)) ،خو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونه تامين شوي او زياتوي: د نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو لپاره د مناسب چاپېريال رامنځ ته کولو په هڅه کې دي او ډېر ژر به د نجونو پر مخ ښوونځي پرانيستل شي. مجاهد زياتوي: (( بايد ووايو چې افغان مېرمنې اوس هم با وقاره ژوند کوي، عزت يې خوندي شوی دی، د تجاوزونو مخه نيول شوې، دوی ( ښځو) ته د يوه ارزښتمن موحجود په سترګه کتل کېږي. د زده کړو او کار پر موضوعاتو يې هم کار روان دی..))
















