کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په تازه څرګندونو کې له افغانانو سره په کېدونکو بشري مرستو کې پر لاسوهنې او له دغو مرستو نه پر ناوړه ګټه اخیستنې نیوکه کړې ده.
د ياد وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په کابل کې یوې غونډې ته په خپله وينا کې ويلي، چې ډېری نړيوال مرستندوی بنسټونه پر افغانانو یوازې ۲۰ سلنه مرستې ویشي او ۸۰ سلنه دغه مرستې حیف ومیل کېږي.
نوموړي که څه هم د کوم مرستندوي بنسټ نوم نه دی ياد کړی خو زياتوي چې په هېواد کې د مرستندویو بنسټونو پر فعالیتونه څارنه کوي او اجازه نه ورکوي چې موسسې له سرپرست حکومت سره له همغږۍ پرته فعالیت وکړي.
له دې سره هممهاله په دې غونډه کې د ځينو ولایتونو ځایي مسوولین له نړۍوالو بنسټونو او پانګوالو غوښتي چې د روغتیا، پوهنې او زدهکړو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.
تردې مخکې هم په بېلابېلو ولايتونو کې هېوادوالو ويلي، چې د مرستندوی بشري بنسټونو مرستې تر مستحقو او اړمنو خلکو نه رسېږي.