کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۲ل)
په کابل کې د پاکستان سفارت د کشمېر د آزادۍ ورځ د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل.
د 2019 کال د اګست په 5 مه نېټه د هند د واکمن بي جي پي ګوند په مشرۍ حکومت په یو اړخیزه او غیرقانوني توګه د هند د غیرقانوني اشغال شوي جمو او کشمیر (IIOJK) ځانګړی دریځ لغوه کړ چې ورسره په مظلمو کشمیریانو باندې د ژوند کړۍ تنګه شوه او د وژلو، نیولو او ترهولو نوې لړۍ پیل شوه.
په دې غونډه کې په کابل کې د پاکستان د سفارت چارواکو او په کابل کې مېشتو پاکستاني اتباعو هم ګډون کړی و.
غونډه د قران کریم په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د پاکستان ملي سرود وغږول شو. د پاکستان د ولسمشر، لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر پیغامونه هم ولوستل شول. د ملګرو ملتونو د منشور او د ملګرو ملتونو د یو شمیر قراردادونو په رڼا کې د کشمیر مسئلې قانوني حیثیت د څرګندولو لپاره ځینې مستند فلمونه هم نندارې ته وړاندې شول.
په کابل کې د پاکستان سفیر “عبید الرحمان نظاماني” وویل چې د 5 اګست 2019 د هند کړنې د نړیوال قانون له مخې مردودې دي او هیڅ قانوني اساس نه لري او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرله پسې پریکړو څخه سرغړونه ده چې د جمو او کشمیر د شخړې د هواري غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د آزادې او عادلانه ټولپوښتنې له لارې. هغه د كشميري وروڼو سره د يووالي څرګندونه وكړه او د هغوی د مشروع حقوقو لپاره يې د قربانۍ په حقله د درناوي څرګندونه وكړه۔
ښاغلي سفیر د کشمیري وروڼو او خویندو سره د پاکستان د حکومت او ولس پر خواخوږۍ يوځل بیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې دوی به د کشمېر له مظلومو مسلمانانو سره خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکوي.


















