کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۲ل)
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن وايي؛ د اسلامي امارت او نړیوالو تر منځ د اړيکو د ټينګېدو لاره د د غه حکومت د چارواکو لخوا په افغانستان کي د ښځو حقونو ته په درناوي پورې تړلې ده.
بلېنکن دا هم ویلي؛ چي له افغانستان څخه د وتلو پریکړه ډیره ستونزمنه، خو سمه وه.
په ورته وخت کي په افغانستان باندې د اسلامي امارت د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کيدو په مناسبت د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایک مک کال یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه کړې او د دې کار پړه یې د ولسمشر جو بایډن پر حکومت اچولې ده.
بلېنکن همدا راز ویلي؛ چي له افغانستان څخه د امریکا د بشپړ وتلو سره سره؛ متحدو ایالتونو په تېرو دوو وروستیو کلونو کي له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کي د مخکښ په توګه؛ لږ تر لږه ۱.۹ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.


















