کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۲ل)
د لیبیا په پلازمینه طرابلس کې د تېرې ورځې راهیسې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي چې د راپورونو له مخې تر اوسه پکې ۱۴۰ تنه وژل شوي او ۳۷۰ نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په پلازمېنه طرابلس کې له هغه وروسته سختې نښتې پیل شوې چې د حکومتي ځواکونو لخوا د یوې وسله والې ډلې مشر و نیول شو.
لیبیا کې د بي بي سي خبریال وایي چې د تیرې شپې راهیسې د ترکیې په سفارت کې د حکومتي او یاغي ډلې د استازو ترمنځ خبرې روانې دي ترڅو پر یوه لنډمهالې اوربند موافقه وکړي؛ خو تر اوسه پر اوربند کومه هوکړه نه ده شوې.
د لیبیا د ملي یوالي د حکومت ولسمشر “عبدالحمید الدبیبه” د کورنیو چارو وزیر او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ته دنده سپارلې چې له پلازمینې د یاغیانو په ایستلو کې دې مرسته وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې مهمو حکومتې ودانیو باندې ولکه وکړي.
په ورته مهال د یاغیانو یا د لیبیا د “آزادۍ د غورځنګ” ویاند رسنیو ته ویلي، چې ځواکونو یې د پلازمینې یو شمېر سیمو باندې ولکه کړې ده؛ خو په خبره یې د ځواکونو د پرمختک مخه یې د ترکیې الوتکو هوایي بریدونو نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیه او لیبیا خپل ترمنځ امنیتي تړون لري او په ۲۰۱۹م کال کې چې کله د جنرال خلیفه حفتر ځواکونه طرابلس ته په ننوتلو بریالي شول ترکیې پوځي مداخله وکړه، د خلیفه حفتر ځواکونو ته یې د ماتې په ورکولو سره یې حکومت له سقوط څخه وژغوره او دا مهال سلګونه ترکي ځواکونه له مجهزو پوځي تجهیزاتو سره د طرابلس په ګډون د یاد هیواد په مهمو ځایونو کې میشت دي.
د ویلو ده چې په ۲۰۱۱م کال کې د ناټو-امریکا په هوایي بریدونو کې د د ډګروال معمرالقذافي حکومت وپرځید نوموړی په بې رحمانه توګه ووژل شو، چې د نوموړي تر وژنې وروسته په لیبیا کې حالات کړکیچن دي، وخت نا وخت د یاد هېواد په ځینو برخو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي خو له ۲۰۱۹م کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې په پلازمېنه طرابلس کې مرګونې نښتې کېږي.


















