کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو انستېتيوټ د مشر سهيل محمود په مشرۍ پلاوي او په کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست عبيدالرحمن نظاماني د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي اميرخان متقي سره وکتل. متقي په دې کتنه کې وويل ، چې افغانستان او پاکستان دوه وروڼه او ګاونډي هيوادونه دي او ګڼ مشترکات لري، نو ځکه د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي هم پر ښه ګاونډيتوب او تفاهم ولاړې دي. د نوموړي په وينا، دا چې ځينې ستونزې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو ته زيان رسوي، نو بايد د لفظي شخړو او رسنيزو بيانونو پر ځای د دغو ستونزو عوامل پيدا شي.د بهرنيو چارو وزارت سرپرست زياته کړه، چې اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د ګڼو لاسته راوړنو په لړ کې له پاکستان سره د سوداګريزو اړيکو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه لرلي او د افغانستان جغرافيايي موقعيت د دواړو هيوادونو لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته کړي، چې بايد ګټه ترې واخيستل شي. متقي په دې کتنه کې يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي.په ورته وخت کې د پاکستاني پلاوي مشر سهيل محمود په دې کتنه کې په افغانستان کې د وينې بهېدنې د مخنيوي، د بشپړ امنيت د خونديتوب، د نشه يي توکو پر کښت بنديز او کمښت، د اداري فساد له منځه تګ او اقتصادي چارو د پاملرنې په برخه کې د اسلامي امارت پرمختګونه وستايل.نوموړي په پاکستان کې امنيتي پېښو او هلته د امنيتي وضعيت اړوند تشويشونو ته په اشارې سره وويل موږ هيله لرو چې شته ستونزې د تفاهماتو له لارې هوارې شي.


















