کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې، د هند په شمال ختیځ کې د يوه لوی پل نړېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، دا پېښه د هند میزورام ایالت، په سایرنګ سیمه کې د نوې رغېدونکی رېل ګاډي پُل د پرځېدو له امله رامنځته شوې ده.
اټکل کېږي چې ځینې کسان لا هم د پاتې شونو لاندې وي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال په ګجرات ایالت کې هم د یوه پُل د پرځېدو په پېښه کې هم نږدې ۱۴۰ تنه وژل شوي ؤ.


















