د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې هېڅ ښوونځی ودانۍ نه‌لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۲ل)

د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې هېڅ ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي د خېمې لاندې په پرانيستې فضا کې درس وايي. د غزني اجرستان ولسوالۍ د پوهنې آمر محمد حنيف حنفي وايي: په دې ولسوالۍ کې د ۱۳ښوونځيو له ډلې يو ښوونځي هم ودانۍ نه‌لري. حنفي وايي: په دغو ښوونځيو کې شاوخوا پنځه زره زده کوونکي په زده‌کړو بوخت دي. د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ښوونځي يې ودانۍ نه لري او ماشومان يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. د دې ولسوالۍ د ښوونځيو د آمرينو په وينا، د کتابونو او قرطاسيه نشتوالي نورې هغه ستونزې دي، چې ورسره لاس او ګرېوان دي. بل خوا د غزني د والي وايي: په اجرستان ولسوالۍ کې د ښوونځيو د ودانيو نشتون ستونزې حل لپاره يې هڅې پېل کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button