ليبيا؛ خلکو په داسې حال کې د قذافي انقلاب ولمانځه چې د قذافي همشکله ورسره و

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ وږی، ۱۴۰۲ل)

د لیبیا پلازمېنه طرابلس او ځینو نورو ښارونو کې د معمرالقذافي پلویانو په داسې حال کې د قذافي د انقلاب او واک ته رسېدو ۵۴ مه کلیزه ولمانځله چې د نوموړي همشکله ورسره و.

د راپورونو له مخې د پخواني ولسمشر ډګروال معمر القذافي د څېرې په لیدو خلک احساساتي شول او د قذافي د زنده باد ژوندی دی وي انقلاب نعرې یې وهلې.

د عربي ۲۱ د راپور له مخې تمه نه کیده چې د انقلاب ۵۴ مه کلیزه دې په دومره جوش سره ولمانځل شي ځکه د قذافي ګوند پاشل شوی؛ خو کله چې خلکو د پخواني ولسمشر معمر القذافي څېرې ته ورته کس و لیده سړکونو ته راووتل او د هغه تود هرکلی یې وکړ.

ویل کېږي چې د یاد کس څېره جامې،، وېښتان او د مخ بڼه تر ډیره د ډګروال معمر القذافي سره ورته والي لري.

یاد کس چې نوم یې لا رسنیو کې نه دی په ډاګه شوی د قذافي ملاتړي قبایل یې کلکه ساتنه کوي او دا مهال یې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو څخه ایستلی دی.

د یادولو وړ ده چې وړمه ورځ د پخواني حکومت پلویانو د «سپتمبر د لومړۍ نیټې» د انقلاب ۵۴ مه کلیزه ولمانځله. په دغه انقلاب کې ډګروال معمر القذافي په ۱۹۶۹م کال کې د یوې کودتا په ترڅ کې واک ته رسیدلی و.

مربوطه مطالب

Back to top button