کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ وږی، ۱۴۰۲ل)
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له سرپرست حسن کاظمي قمي سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ په سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، فرهنګي او بشري برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. نوموړي ویلي، چې په دې کتنه کې حسن کاظمي قمي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د کرنې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې د پلاوي د وروستیو سفرونو په اړه چې ایران ته یې کړي وو، توضېحات ورکړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په موخه يې د دغو سفرونو پر دوام ټينګار وکړ. نوموړي دغه راز کابل ته په نږدې راتلونکي کې د قضايي همکاريو او په اعدام د محکومو افغانانو د دوسيو د حل په موخه د ايران د قضايه قوې د یوه پلاوي د سفر خبر هم ورکړ.


















