د مراکش زلزله؛ د مړو شمېر له ۲۰۰۰ واوښت

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۲ل)

د مراکش د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، وړمه شپه د ۶،۸ درجې زلزلې له امله هلته د مړو شمېر تر ۲۰۰۰ تنو اوښتی دی.

رسنیو د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله نن یکشنبه د وږي ۱۹مه په تازه راپورونو کې ویلي چې د دې زلزلې له امله ۲ زره ۱۵ کسانو ژوند بایللی دی.

د مراکش رسنیو د دې زلزلې له امله د ټپیانو شمېر دوه زره ۵۹ ښوولی او ویلي یې دي چې په دغو کسانو کې د ۱۴ سوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د شمېرو له مخې چې په دې طبیعي پېښو کې دا تر ټولو یوه ستره زلزله وه چې په وروستیو لسیزو کې یې مثال نه و.

د راپورونو له مخې، ژغورونکي ډلې هڅې کوي چې زیانمنوشویو سیمو ته ورسېږي او زیاتې سیمې تړل شوې هم دي.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې سازمان په وینا چې دا په تېرو ۱۲۰ کلونو کې تر ټولو زوروره زلزله وه چې د مراکش شاوخوا سیمې یې ولړزولې.

دغه سازمان د دې ۶،۸ درې زلزلې مرکز د مراکش په جنوب لودیځ کې ۷۲ کیلو متره په ژوروالي اعلان کړی دی.

د ویلو ده چې دا زلزله د مراکش په غرنیو سیمو کې شوې او له کبله یې زیاتې تاریخي ودانۍ هم نړېدلې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button