ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)
پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!
نیټه: ۲۰/صفر/۱۴۴۵
د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
د خوشحال نه پس د عشق عَلم زما دی
هـجـر زاد دې ټـول زمـا پـه قـدم را شي
ریاض تسنیم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې محکوم امت حاکم يو وارې بيا شي
بل عمر، بل ايوبي دې را پيدا شي
اکرام الدین مفتون
هر یو شی دې خدای ددې خاورې ګلان کړي
هر وکړی دې ددې وطن بورا شي
عبدالمجید پل
ګوندې ستا د بڼو ستنې یې دوا شي
ګوندې وي چې مې د زړه تڼاکې وا شي
پیر محمد کاروان
مبتذلو قافیو کړلو بد ذوقه!
په قسم که څوک د روم یا جام ملا شي
استاد فضل ولي ناګار
ګوندې لږ سُرور ترې زړونو ته حاصل شي
ګوندې ترنګ د مطرب غېږه کې پيدا شي
شهزاده شيرين زوی
مونږ د خپلې ګمنامۍ مقام ګټلی
د شهرت اینه پسند پریږدئ چې راشي
نظم الدین ندرت
دغه دوه ورځې دنیا د نفرت نده!
مرور یاران دې ټول سره پخلا شي
عباسي جانان خدرخېل
محبت دې، ربه! څانګې پرې خورې کړي
د نفرت بوټي دې ټول تالا والا شي
جهادي عمري
امن وپاشئ چې زړونه ښۀ ارام شي
علم ووېشئ چې ټول عالم رڼا شي
مخلص کډوال
خړې خاورې دې را وشیندي پۀ سترګو
بړبوکۍ دې را څرګنده پۀ صحرا شي
نورالله عرفان
دلته دواړه چارې زده کړه که پوهېږې
څه کارونه په دعا، څه په ښېرا شي
نورالحبيب نثار
زړونه یو د بل ګوګل ته لاره مومي
هغه زړه چې نور د عشق پکې پیدا شي
عبدالسلام ضعیف
د نظر په استغراق به غرقاب نه شي
مګر دا چې یې دیدن سهار بیګا شي
اسرار عواد
د جانان له نرمو څڼو لګېدلی
چې نری نری شمال عطرونه پاشي
محمودي انصار
په ټول عمر به مې لاره خطا نشي
که مې خوا ته د جانان د قد عصا شي
محمد ابراهیم همکار
اې لمر مخې ستا د بیا لیدو په هیله
شپې په تورو کاڼو ولم چې سبا شي
هاشم ذاکر مهاجر
چيرې ورک یې د وختونو په ګرداب کې؟
راښکاره شه، چې تمام جهان رڼا شي
حنیف حیران
ته چې وخاندې د زړه فصل زرغون شي
په تیاره د ژوند مې پړک لکه برښنا شي
نقیب احمد عزیزي
د دروغو په وعدو مې رنج سيوا شي
صاف انکار وکړه چې زړه مې تسلا شي
نور قانع
تلؤسې به مې بدلې پۀ ریښتیا شي؟
او لۀ لاس الوتی باز به بېرته راشي؟
منصور درمان
رانه لاړې، درنه لاړم او ماښام دی
لږ را وګوره چې لاره مې رڼا شي
ګل رحمن رحماني
سوز د ژوند مې د کاغذ یوه لمبه ده
تن دسکور نه یم چې څو سوزه مې سا شي
روحاني
اوښکې اوښکې را ټوکېږمه او خاندم
ژونده! نوره به مې ماته څنګه ملا شي؟!
اکرام الله امېد
نور نو څه وشي؟ خو ړنګه يې دنيا شي.
چې د خپل مين له دره بينوا شي.
مل غني خېل
د رقیب راتګ ته ځکه منتظر یم
دریغه دا چې جانان ھم ورسرہ را شي
حفیظ الدین پیرزادہ
چې اشر ته روهیلۍ پيغلي را ووزي
بس سپوږمۍ ته دې لوونه د سوما شي
خالد ریحان ببری
له سیلۍ سره مې زړه له سینې خېږي
له سیلۍ سره دې زلفي په هوا شي
ستړی لاروی
ستا د ننګ کيسه چې کوم محفل کې وشي
تا راکړى زخم ورو، ورو په تړکا شي
وارث انځور
چې د مینې تقدس یې پر زړه پروت وي
له عذاب د نفرتونو بې پروا شي
سید محمد صدیق
د یادونو خنجر ووهه په زړه کې
چې وقار د جنون څړیکو کې پیدا شي
منتظر نجرابی
زړه په مینه کې په پېچ و په خم راشي
مېږی ډوب شي چې یې مخ ته شبنم راشي
پیر محمد کاروان
شهابونو مې شيطان پسې اخيستى
دم ګړۍ ته به تنا شي او برېښنا شي
نورالحبيب نثار
درد و غم مې د زړګي چې برملا شي
داسمان لمن کې ګوره، لمر فنا شي
عتیق الله یون
ناز دې جار شم رنګ مې تور درپسې واوړي
چې سرخي دې اننګیو کې پېدا شي
اجل احمدزی
ته د کومې فلسفې د جنون حد یې!
چی پنځه واړه حواس مریدان ستا شی
عنایت الله عرفان
زه به هم ستا د رخسار یوه شغله شم
که د هجر دا شپه یو ځلې سبا شي
محمودي انصار
د بېلتون احساس دې دغسې ګڼمه
لکه نوک چې لۀ اورې څخه جلا شي
منصور درمان
یاقوتي سترګې دې واړوه لالیه
چې خپه زړګی مې تاسره پخلا شي
نورګل اندړوال
چې جنت په تصور کې راولمه
زما سترګو ته تصویر د صنم راشي
عباسي جانان
ورځ کې هـم په سلو زرو پسې مڼډې
شپه کې هم دنیا غمونه درته ورا شي.
حفیظ الله هاتف
خامخا به يې خبرې وي شکرې
چې غوږونه يې زما په غزل وا شي
نورالحبيب نثار
وحشي شپو ته دې د عدل سبا راشي
دا بدرنګ جهان دې ټول ښکلا ښکلا شي
اکرام الدین مفتون
د ډيورنډ د اژدها وژل په کار دي.
چې را جوړه بيرته لويه پښتونخوا شي.
مل غني خيل
مسیحا وي چې په بل وطن اوسېږي
خو زمونږ چم ته چې راشي نو بلا شي
عبدالمجید پل
دا نظام مي د شهید لالي میراث دی
زما دي غوښي او هډوکي ترې فِدا شي.
عبدالغني وفا
په سرو وینو اوبه شوې، ده رنګینه
پر دې خاوره به ګلونه ډېر پیدا شي
امین زرګر
هيوادوال مو چې له زړه نه په خندا شي
بس ايله به مو د زړه غاټولان وا شي
احمدګل ريان
د هیواد د ارتقأ غزل دې واخلي
ورک شپونکی دې یو ځل بیا په قدم راشي
دانش ملنګ
چې تړاو یې له څښتن سره ځواکمن وي
له سوپر نه ورته صفر امریکا شي.
مهاجر فراهي
درستي چاري د عالَم ورباندې حل شي
خو چې علم سره مل کله تقوا شي
عصمت الله متقي
مسلمانه دم په دم استغفار وايه
چې شيطان لعين په سوز او واويلا شي
رضوان الله فیضاني
چې مرض یې وي د جهل روغ به نه شي
که علاج ته یې عرب و عجم راشي
پیر محمد کاروان
ارزوګانې به مي بیا ځلي پوره شي!
چي مې سعیه له صفا نه تر مروا شي
ق منصور غزنوي
د ګلونو په شان شونډې چې يې وا شي
د خوشبو په شانې ژبه يې ګويا شي
نور قانع
په جنت کې به و خدای ته سجدې وکړم.
که مې دا سړی هغلته هم اشنا شي.
شرافت ویاړ
چې يې زلفو کې کتار ګلونه کېږدم
تللي يار دې د ګُلو په موسم راشي
طاهر اترنګ
بس ایله به مې د زړه درد لږ آرام شي
مرور یارک که یو ځل په خندا شي
نسیم منصور
زړه بايلل خو د انسان په واک کې نه دي
يوسفي حسن ته ګونګه زليخا سي
نبيل شباب
کاڼي پرېږده، رابطه راسره وکړه
هسې نه چې دغه مینه مو رسوا شي
غازي انګار
څوک چې لار د عشَق نه اخلي ناکام دي
بې له عشقه معشوقه کله پیدا شي.
قاري یوسف احمدي
په جانان د لېونتوب څپي رادرومي
په خندا ، خندا کې ایسته په ژړا شي
عباسی جانان خدرخېل
انځورونه می د خیال باندې رنګ واخلې
مرور جانان چي کله را پخلا شي
حنیف مظهري
تللیه یاره! بېرته ستا راتګ ضرور دی
چې پۀ تا پسې ړاندۀ خلک بینا شي
نورالله عرفان
تبسم دې لکه خوږ نسیم جانانه
ته چې موسک شې دزړګي غوټۍ مې واشي
عتیق الله یون
ستا د حسن په کابل به پاچاهي کړي
زما زړه به یې ريس الوزراشي
ساجد غزنوي
د سپین مخ د اننګو تر څنګ دې یاره!
دغه کندې کندې څۀ بلا ښکلا شي?
احمد غازي
ستا د تورو بادامي سترګو اثر دی
چې مې عقل له ماغزو څخه جلا شي.
شبیر احمد عثماني
ستا د سترګو دم پر مخ باندي را چوف کړه
ګوندي زما د زړګي درد لره دوا سي
نبيل شباب
وخت شاهین شو او د کلي لارې څاري
دا کوتره به اوس څنګه په هوا شي
ګل رحمن رحماني
د دمګر او د ډاکټر پۀ لاس جوړ نه شو
خدای دې وکړي خپلې لاړې یې دوا شي
نصرت طالب
بيا دې لړ لړ لونګ ځوړند په سينو شي
بيا خپره دې په ګودر خوشبو هوا شي
شهزاده شيرين زوی
زه له هرې بدبختۍ برخمن مورې!
ستا دعا مې د تیارو لارو رڼا شي
حنیف
مورې تا ته دې یوه بلا رانشي
مورې واخله، زما ټول عمر دې ستا شي
ستړی لاروی
مورې! ما د دوزخونو خشاک نکړې
ته! رضا شه چې الله رانه رضا شي
اجل احمدزی
د زړګي انګړ مې تا باندې ودان دی
که ته نه یې بیا ترې جوړه کربلا شي
حسن بلال
پای.