کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۲ل)
د روان لمري کال د زمري د مياشتې په ۲۹مه نېټه د اقتصادي کمېسيون په غونډه کې تر هر اړخيز بحث وروسته د بې کيفيته او ناقانونه درملو د ورد او قاچاق د مخنيوي کړنلاره منظوره شوه.
د اقتصادي معاونیت د خپاره کړي راپور پر اساس، په دې کړنلاره کې د درملو او روغتيايي محصولاتو ورادوونکي شرکتونه، د خوړو او درملو ملي اداره، ماليې وزارت، د استخباراتو لوی رياست، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د کورنيو چارو وزارت د مرستيالانو په کچه جوړې شوې ګډې کميټې ته دنده سپارل شوې چې دغه کړنلاره دې له منظورۍ وروسته پلې کړي.
اقتصادي معاونيت وايي، چې د دغه کړنلارې د جوړيدو اساسي موخه د رسمي وارداتو ترسره کېدل، خوندي او باکيفيته درملو ته د هېوادوالو د پراخ لاسرسي له پاره د ميکانيزم رامنځته کول دي.


















