کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۲ل)
دغه چاودنه له پرایم روغتون سره په خوا کې پر یو پوځي موټر شوې، چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ یوولس تنه په کې ټپیان شوي دي.
د پوليسو په وينا چاودنه د مچني ګېټ پوليس سټېشن، ورسک روډ، پرائم هسپتال سره نزدې شوې ده چې له امله یې د حساسو ادارو ۵ کارکوونکي او ۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
چاودنه ظاهراً د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې.
د چاودنې نوعیت به د BDU په راپور کې روښانه شي.
د ورسک ډویژن د پوليسو يو تن مشر محمد ارشد خان په لومړنيو معلوماتو کې وويل، چی چاودنه کښي یو پوځي مړ شوی دی.
د ۱۱۲۲ په نامه د ژغورنې او مرستې ادارې ویلي په ژوبلو شویو کې اووه تنه امنیتي کسان دي. خو ځينو ازادو رسنيو د پنځو پوځيانو د وژل کیدو خبر هم ورکړی خو تر اوسه د پاکستان پوځ نه دی تاييد کړی.
تر دې دمه چا د دغه چاودنې مسؤولیت هم په غاړه نه دی اخيستی.


















