د سوډان جګړه؛ په خرطوم د تیرې ورځې بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰۰ ته لوړ شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۲ل)
له سوډان څخه وروستي ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یاد هېواد په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ لخوا د تېرې ورځې په هوایي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۲۰۰ ته رسیدلې ده.
عربي ۲۱ خرطوم کې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دغه هوایي بریدونه تېره ورځ ناوخته سوډاني پوځ په هغه بازار کړي چې د حکومت مخالفې ملیشې په کنترول کې ده.
په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې سوډاني پوځ د چټک غبرګون ملیشې په مرکزونو درنې بمبارۍ کړي؛ خو دا چې د یادې ملیشې مرکزونه ښارګوټي کې و نو ملکي وګړو ته پکې ډېر زیان رسیدلی ده.
د سوډان حکومت د بریدونو تایید کړی؛ خو خپل مخالفین یې تورن کړي چې له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي هغه ادعا چې د سوډاني حکومت مخالفو ملېشو بیا بیا رد کړې ده.
د ویلو ده چې په سوډان کې د روان ۲۰۲۳م کال د اپریل میاشتې په ۱۵ مه نېټه د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ د قدرت پر سر خونړۍ نښتې پیل شوي چې تر دې دمه پکې د راپورونو له مخې ۴۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډیر یې ملکي وګړي دي.



