امارتي ځواکونو په خوست کې د وسلو او مهماتو يوه ستره ډيپو کشف کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۲ل)

د افغانستان د دفاع وزارت د ورکړو معلوماتو پر بنسټ چې د دغه وزارت اړوند ځواکونو (۲۰۳ منصوري قول اردو د لومړئ پلي لوا مجاهدینو) د کشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ د خوست ولایت د سپېرې ولسوالی په اړوند سیمه کې د وسلو او مهماتو يوه ستره ډيپو کشف کړې ده.

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د يادې ډيپو څخه په تر لاسه شويو وسلو او مهماتو کې یو غرنی هاوان، د هاوان ۱۸۳ ګولئ ، یو میل زیګویک، یوه دهشکه، د دهشکې ۱۶۲۸ مرمئ ، د امریکایي دهشکې ۳۶۰۰ مرمئ، د توغندي ۴۵ ګولئ ، د اګایز ۱۲۵ مهمات، ۱۲۵نارنجکه، ۵۰ لاسي بمونه، د دهشکې دوه جوړې پایې او یو شمیر نور مهمات شامل دي چې د یادو مجاهدینو د عملیاتو په پایله کې کشف او ضبط شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button