امير خان متقي د پاکستان ځانګړي استازي سره په امنیتي، افغان مهاجرو د نیونې او تجارتي مسائلو خبرې کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو، وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ښاغلي آصف دراني په مشرۍ له یوه هیئت سره په کتنه کې په امنیتي مسایلو سربیره په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیونې، چمن بولدک لاره کې له مسافرو سره چلند، د سبزیجاتو او میوو د صادراتو په برخه کي د تسهیلاتو رامنځته کولو او په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي متقي ويلي، چې امنیتي مسایل دې د مشترکو کمیټو له لارې حل شي او لویې د عبور لارې دې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو له کبله نه تړل کیږي او دغه راز يې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان او پاکستان د دوه ګاونډيو او اسلامي هیوادونو په توګه باید د یو بل خلاف د بیانونو له ورکولو ډډه وشي، څو دا د دې سبب نه شي چې د دواړو لوریو تر منځ فاصلې رامنځته شي. نوموړي ټينګار وکړ چې د ګاونډیو او سیمې هیوادونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت پالیسي په ښه نیت او اخلاص سره بناء ده او کوښښ يې دادی چې هیچاته به اجازه نه ور کوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ روابط خراب کړي.
په ځواب کې د پاکستان هیئت رئیس ښاغلي دراني وویل چې د سودګرۍ او ترانزیت او همدا راز د افغانستان او پاکستان تر منځ د عبور په ځایونو کې د رامنځته شوو مشکلاتو لپاره به د حل لارې راوباسي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان په ډیرو برخوکې له افغانستان سره همکارۍ ته اماده دی او افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو لړۍ بیا پیلوي.
نوموړي د امنیتي مسایلو په اړه ددواړو هیوادو په همکارۍ ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې پورتنیو موضوعاتو د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي، او په راتلونکي کې د هر ډول ناوړه پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.



