ایران: که اسراییل پر غزه ځمکنی یرغل وکړي موږ به د خپلو بالستیک توغندیو پر مټ د دغې سرطاني دانې جرړې وباسو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۲ل)

د سپاه پاسداران د قومندان مرستیال “علي فدوي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که چیرې صهیونیست ریژیم پر غزې ځمکنی برید وکړي او د خپلو وحشتونو لړۍ روانه وساتي دوی چمتو دي چې په څو دقیقو کې د صهیونستانو پلازمېنه “تل ابیب” او نور ښارونه له خاورو سره برابر کړي.: موږ به مستقیماً په جګړه کې ښکیل شو او د خپلو بالستیک توغندیو پر مټ به د اسلامي اُمت په مینځ کې د دغې سرطاني دانې جرړې وباسو.

ښاغلي “فدوي” د حماس پر وړاندې د اسرایلو په جګړه کې د ایران مستقیمې مداخلې ته د اړتیا په صورت کې اشاره وکړه او ویې ویل چې په ټوله سیمه کې د مقاومت جبهه پوره فعاله او کولای شي په خپله پلانونه جوړ او عمل پرې وکړي؛ خو موږ نن په څرګنده وایو او صهیونستانو ته ګواښ کوو چې د خپلو ناوړه اعمالو درنه بیه به پرې کوئ

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزی خبرداری ورکړی چې که پر غزې د اسرائیلو بریدونه دوام وکړي هر ډول احتمالات رامنځ ته کېدای شي.

تر دې مخکې د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر علي خامنه اي ویلي و چې که پر غزې د اسرائیلو بریدونه دوام وکړي، د مقاومت ځواکونه به یې پر وړاندې خپل بریدونه ګړندي کړي: موږ له فلسطنیانو سره هر ډول مرستې ته چمتو یو صهیونستان د ټول اُمت دوښمنان دي او باید له منځه یو وړل شي.

Related Articles

Back to top button