کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۲ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په تیلیفوني خبرو کې د غزې د کړکیچ په هکله د لویدیځو هیوادونو په دریځونو نیوکه وکړه او ویې ویل د دغو هیوادونو چوپتیا د بشري وضعیت د خرابیدو تر ټولو ستر سبب دی.
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په یوه بیان کې ویلي چې اردوغان پوتین ته ویلي چې د فلسطیني سیمو په وړاندې د اسراییلو “وحشیانه اعمال” مخ په زیاتیدو دي او په پرله پسې ډول ملکي وګړي وژل کیږي.
بیان زیاتوي: د ترکیې ولسمشر په خپل پخواني دریځ ټینګار وکړ چې انقره به په سیمه کې د سولې د را وستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده چې د غزې تړانګې په شاوخوا کې د اسراييلو پر مېشت ځايونو باندې د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس له ناڅاپي بريد وروسته، اسرائيلو د دغې ډلې پر ضد خپل پراخ بريدونه پيل کړي دي.
په داسې حال کې چې اسراییل د غزې پر تړانګه د ځمکني برید لپاره تیاری نیسي، د دې تړانګې ۲.۳ میلیونه وګړي د اوبو له کمښت، د خوړو، د سونګ موادو، برېښنا له کمښت او د بشري مرستو د ممنوعیت له امله تر بشپړې محاصرې لاندې دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې د نیواکګر اسرائیلي پوځ په بمباریو کې لږ تر لږه ۵۰۸۷ فلسطینیان شهیدان شوي او شاوخوا ۱۸ زره نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې د غزې په تړانګه کې د حماس د بریدونو د پیل راهیسې تر اوسه پورې په اسراییلو کې څه دپاسه ۲۵۰۰ تنه وژل شوي دي. د اسراییلو پوځ په دې باور دی چې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون ۲۲۲ تنه د حماس لخوا نیول شوي دي. چې ټول یې غزې ته لېږدول شوي دي.


















