ولسمشر اردغان: حماس ترهګره نه بلکې د مجاهدینو یوه ډله ده چې له خپلې خاورې دفاع کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۲ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې حماس ترهګر نه بلکې د مجاهدینو یوه ډله ده چې له خپلې خاورې دفاع کوي.

ټي آر ټي عربي د اردغان په حواله ویلي: څه چې په غزه کې روان دي دا ده هغه څه غبرګون دی، چې په تېرو ۵۶ کلونو کې اسراییلي “ترهګر” ريژیم د فلسطین په مظلوم او بې دفاع ملت کړي دي.

اردغان د خپلو خبرو پر دوام ویلي: موږ د یو داسې فلسطیني دولت غوښتونکي یو چې پلازمېنه یې “بیت المقدس” وي همدا یواځینی حل دی که نړیوال په رښتیا د سولیز حل غوښتونکي وي؛ نو اوس وخت را رسیدلی، چې اسراییل د ۱۹۴۸م کال پولو ته ستانه شي، د ملګرو ملتونو منشور ومني او د فلسطینیانو حقونه ورکړي.

ولسمشر اردغان په لودیځې نړۍ په ځانګړې ډول په امریکا هم توندې نیوکې کړي. او په خبره یې اسراییلي ترهګر د امریکا په ډاډ د فلسطین ولسي وګړي شهیدانوي؛ خو موږ د دې هر څه ننداره په خاموشۍ سره نشو کولی.

اردغان خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې ترکي ملت تاریخ لري. موږ یو ستر ملت یو داسې ملت چې اتلولۍ مو د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو کې لیکلي دي: زه د ترکیې د ستر او ویاړلي ملت په استازولۍ صهیونستانو- اروپایانو او امریکایانو ته ور یادوم چې له تاریخ زده کړه وکړي. زموږ حوصلې په ختمېدو دي.

مربوطه مطالب

Back to top button